سوله که دوستان لري قوي دښمنان هم لري
معلم عبدالقیوم معلم عبدالقیوم

 

 

په افغانستان کي دسولي دټنګښت اوپایښت  په منظور دمتحده ایا لاتو دکانګرس په ماڼۍ کي دکانګرس مینانواودیوشمیر اړوندو شعبو دنماینده ګانو سره دافغانانوګډه  ناسته  دسپټمبر دمیاشتي پرشلم تاریخ وه.داغونډه ددوافغاني سازمانونو(دافغانستان دآزادۍ ملي یووالي اوخپلواک افغانستان ملي حرکت  ) په نوښت دکانګرس په موا فقه جوړه سوه.وغونډي ته ددغودووسازمانو دبرجسته غړوڅخه علاوه دافغانستان،هند،اروپا ،کاناډا اوخپله دامریکا څخه علمي،سیاسي اواګاه شخصیتونه دعوت سوې وه.

تاسي محتر مو به دپاڼو دلاري حتمي دغونډي پریکړلیکدمحترم پرفیسور عبدالستار"سیرت" اومحترم زرغونشاه شینواري صاحب ویناوي لوستي وي. زما په  باورډیرپه دقت،غورپروخت اومناسب ځاي کي دوی دغه ابتکاروکړئ. اوس نوسوله که یوطرف ته دوستان لري خوقوي دښمنان هم لري. دکانګرس په ماڼۍ کي پرسوله خبري ،عملي  اقدام دسولي دښمنان سخت وارخطا کړیدي خصوصاً هغه اشخاص اوکړۍ چي په تظاهربه یې ترخوله دسولي شعارونه راوتل. بریالیتوب به لا هغه وخت حتمي سي چي دسولي سره ټول علاقمند افغانان بیله کوم شرط یوبل ته لاس ورکړي. وایې چي"زمانه زړیږي ،وخت تیریږي خوکارنامې تل تازه پاتیږي"راځئ دغه حرکت په ګډه سره غښتلئ کړو.

هرانسان په تیره میړنی سړی اومیړنۍ خوندي ددې لپاره دخدای(ج) څخه اوږد ژوندغواړي چي نیک کارونه وکړي .هغه نیک کارونه چي ښکلي آغیزې یې تل ژوندۍ اوتازه پا ته سي. مرګ حق دی که ژوند هرڅونه اوږد سي بیا هم دانسان هغه تنګ قبردپټیدو مینه سي. په ژوندکي خوشبخت خلګ هغه دي چي لاره دلیري لیدلای سي.  له پخوا څخه دا په ثبوت رسیدلې وه چي ترټولوسمه رایه هغه ده چي دبیلابیلو نظریاتوسره شریکه سي،هلته رایه بریالۍ اوغښتلې کیږي چي داکثریت دمنلووړسي.سمه رایه دزیاتورایوپه اوریدلواودرازونو په راسربیره کولوسره تر لاسه کیدای سي.  دلته دی چي وایې "عقل تر مړاني  ښه دی"که  یو میړنی سړی اومیړنۍ خور دوه دری نفره په تنها یې دپښو اچولاسي خو یوهوښیارسړی اویوه هوښیاره خور په خپل عقل سره ښارونه ترخپل اثرلاندي راوستلای سي.

داوسنۍ پرمختللي نړۍ وسیاسي پیښو ته په کتو اودخپل کور (افغانستان) د نژدې څلویښتو کلونوخونړیوجګړو،نړونواووژنو چي لایې  انجام هم معلوم نه دی ،  اوس نوباید موږ پوهه سوي يو چي زموږافغانانو دبې تفاوتۍ اوبې اتفاقیوڅخه دښمن ګټه پورته کړیده.   دنن ورځي سیاسیون نه بایدپه تشو خبروچي(په وچه دښته کي کښتۍ چلوي اویا په بحروکي آسونه ځغلوي) له داسي لافوځانونه راوباسي.ښه داده دخبرو څخه وه یومشترک عمل ته راسو په خبروباندي عمل شرط دي. وطن دټولوافغانانوګډکورپه ټولوبه یې جوړؤ.دټولو دوستانودفعا لي برخي اخیستلوپه هیله.







October 20th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات